مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به په مِصر کښې خانه جنګى راولم نو ورور به د ورور خِلاف شى او ګاونډى به د ګاونډى خِلاف شى. ښار به د ښار خِلاف شى او بادشاهى به د بادشاهۍ خِلاف شى.
او يو بل آس بهر راووتو چې تک سور وو او د هغۀ سوارۀ ته دا اختيار ورکړے شو چې د زمکې نه امن يوسى نو چې انسانان قتل و غارت شروع کړى، او هغۀ له يوه لويه تُوره ورکړے شوه.