35 نو بيا تاسو بېدار اوسئ ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې د کور مالِک به کله راځى، ماښام کۀ په نيمه شپه، په چرګ بانګ کۀ سحر په خړه.
عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه روان وو او د مريدانو خوا ته راغلو.
نو بيا تاسو بېدار اوسئ، ځکه چې تاسو په دې نۀ يئ خبر چې مالِک به په کومه ورځ راځى.
خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو.
نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.
خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى.
او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ تا ته رښتيا وايم چې تۀ به نن په هم دې شپه د دوېم چرګ بانګ وئيلو نه وړاندې درې ځله زما نه اِنکارى شې.“
عيسىٰ وليدل چې هغوئ د کشتۍ په بوتلو کښې په تکليف دى ځکه چې هوا د مخالف طرف نه وه. او عيسىٰ په شپه کښې د سحر کېدو نه لږ وړاندې د اوبو دپاسه د هغوئ په طرف ورروان وو. نو هغه په هغوئ اوړېدو،