28 د اينځر د ونې نه سبق زده کړئ. هر کله چې د هغې نازکې څانګې غوټۍ ونيسى او پاڼې وکړى نو تاسو پوهه شئ چې اوړے په راتلو دے.
د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه.
او هغه به فرښتې ولېږى او د آسمان د څلورو طرفونو نه او د دُنيا د آخرى حدونو نه به خپل غوره کړى خلق راټول کړى.
هم دغه شان چې تاسو دا ټولې نښې ووينئ نو تاسو پوهه شئ چې هغه ډېر نزدې او په دروازه کښې ولاړ دے.