17 افسوس دے په هغه ښځو چې په هغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.
کله چې زما قوم تباه کېدو نو د لوږې نه مهربانه ميندو هم خپل ماشومان پاخۀ کړل او وې خوړل.
سامريه به د خپل قصور سزا برداشت کوى، ځکه چې هغې زما خِلاف سرکشۍ کړې ده. د سامريه خلق به په جنګ کښې مړۀ شى، د هغوئ ماشومان به په زمکه راوغورزولے شى او د هغوئ د اُميدوارو ښځو خېټې به وڅيرلے شى.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا نه د دې خلقو دپاره څۀ سوال وکړم؟ د هغوئ ښځې شنډې کړه. او د هغوئ په سينو کښې پئ اوچ کړه.
نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”دا ماشومان چې څۀ وائى، تۀ يې اورې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”آو، زۀ يې اورم. ولې تاسو صحيفې نۀ دى لوستلى چې، د وړو او تى رودونکو خولۀ دې ته جوړه کړه چې ستا ثنا ووائى.“
کۀ څوک په پټى کښې وى نو هغه دې د خپلې چُوغې راخستلو دپاره نۀ واپس کيږى.
دُعا کوئ چې دا واقعه په ژمى کښې پېښه نۀ شى.
افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه وخت کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى. ځکه چې په زمکه به ډېر لوئ مصيبت شروع وى او په دې خلقو به لوئ غضب نازل وى.
ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې.