Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 13:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 13:12
8 Iomraidhean Croise  

زۀ به تُوره د جوج خلاف په خپلو ټولو غرونو ورولېږم مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. د هر چا تُوره به د خپل ورور خلاف وى.


ورور به د ورور د مرګ جاسوس شى او پلار به د زوئ، او اولاد به د مور پلار خلاف شى او مرګ ته به يې حواله کوى.


په دغه وخت کښې به ډېر تيندک وخورى او د يو بل مُخبرى به کوى او د يو بل سره به کينه کوى.


خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى.


ټول به زما د نوم په وجه تاسو نه نفرت کوى، خو هغه څوک چې تر آخره قائم پاتې شى هغه به بچ شى.


تر دې چې ستاسو مور پلار، وروڼه، ستاسو خاندان او دوستان به هم تاسو حواله کړى، په تاسو کښې به ځينې مړۀ کړے شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan