Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 نو د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:9
33 Iomraidhean Croise  

لږ وخت پس به د لبنان ځنګل نه پټى جوړ شى او پټى به په ځنګل بدل شى.


زما د غوره کړے شوو خلقو په مينځ کښې به ستاسو نوم لعنتى وى، ځکه چې مالِک خُدائ به تاسو تباه کړى. او خپلو حقيقى خادِمانو له به يو بل نوم ورکړى،


نو زۀ به په دې مُلک کښې خپل مقدس غر سره ستاسو د ټول مال دولت او ستاسو علاقائى عبادتخانې نورو خلقو ته د غنيمت په توګه حواله کړم، دا ستاسو د ګناهونو بدل دے کوم چې تاسو په خپل ټول مُلک کښې کړې دى.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


بيا هغه لاړ شى او نور اووۀ پيريان د ځان سره راولى چې د دۀ نه هم زيات خراب وى او هغوئ ټول راشى او په پيرى نيولى کس دېره شى، او د هغۀ اَنجام د پخوا نه هم لا خراب شى. نو دغه حال به هم د دې نافرمانه پيړۍ وى.“


کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى.


ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى.


بادشاه غصه شو، هغۀ د هغه قاتلانو د وژلو دپاره فوج ولېږلو او د هغوئ ښار يې وسوزولو.


ولې تاسو په مقدس کِتاب کښې دا چرې نۀ دى لوستى؟ کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے وو هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو.


نو هغوئ هغه ونيولو او مړ يې کړو او د هغۀ لاش يې د باغ نه بهر وغورزولو.


خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“


بيا يشعياه په نوره زړۀ ورتيا سره داسې فرمائى چې، ”زۀ هغه چا وموندلم چا چې زما لټون نۀ کولو، او ما خپل ځان هغه چا ته ښکاره کړو چا چې زما تپوس هم نۀ دے کړے.“


خو لکه څنګه چې هغۀ کومه وعده کړې ده او هره يوه يې پوره کړې ده، نو داسې کۀ تاسو د هغۀ نافرمانى وکړئ نو خُدائ پاک به هغه افتونه هم راولى. تاسو به تباه کړى او د هغه ښۀ مُلک نه به مو ورک کړى کوم ښۀ مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan