8 نو هغوئ هغه ونيولو او مړ يې کړو او د هغۀ لاش يې د باغ نه بهر وغورزولو.
يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.
او هغه يې راونيوو د انګورو د باغ نه يې بهر وغورزولو او مړ يې کړو.
خو اجاره دارو يو بل ته ووئيل چې هم دغه خو وارث دے، راځئ چې مړ يې کړو او ميراث به يې زمونږ شى.
نو د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ سلوک وکړى؟ هغه به راشى او دا ټول اجاره دار به مړۀ کړى او د انګورو باغ به بل چا له ورکړى.
نو اجاره دارو هغه د انګورو د باغ نه بهر وغورزولو او مړ يې کړو. نو بيا تاسو دا ووايئ چې د انګورو د باغ مالِک به د هغوئ سره څۀ وکړى؟