5 بيا هغۀ يو بل ورولېږلو او هغه دوئ مړ کړو. او د دۀ نه علاوه داسې نور هم وُو، څوک يې چې ووهل او ځينې يې مړۀ کړل.
ډېر کالونه تا هغوئ ته صبر کولو. تا د خپلو پېغمبرانو په ذريعه هغوئ له خبردارے ورکولو، خو ستا خلقو غوږ نۀ نيولو، نو تا هغوئ نورو قومونو ته حواله کړل چې فتح يې کړى.
او نورو د هغۀ نوکران ونيول، بېعزته يې کړل او وې وژل.
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول.
بيا هغۀ يو بل نوکر ورولېږلو او دے هم هغوئ په سر سر وټکولو او بېعزته يې کړو.
اوس د دۀ سره يو کس پاتې وو، د هغۀ خپل نيازبين زوئ. په آخر کښې يې هغه ورولېږلو. هغۀ ووئيل چې زما د زوئ احترام خو به وکړى.
خو زۀ تاسو ته وايم چې الياس خو راغلے دے او هر څۀ چې د هغوئ خوښ وُو هغه يې ورسره کړى هم دى لکه چې د هغۀ په حقله صحيفو فرمائيلى وُو.“
ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.