44 ځکه چې هغه نورو چې څۀ واچول د هغوئ سره د ضرورت نه سېوا وُو، خو هغې د خپلې غريبۍ په مطابق چې څۀ هم ورسره نۀ وُو د خپلې ګزارې هر څۀ يې واچول.“
بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول.
هغې نه چې څۀ کېدے شول، هغه يې وکړل. هغې د ښخولو نه وړاندې زما په بدن عطر واچول.
نو کشر خپل پلار ته ووئيل، پلاره، زما برخه جائيداد ما له راکړه. نو پلار خپل جائيداد په هغوئ تقسيم کړو.
خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو.
په هغوئ کښې يوه ښځه وه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله او هيچا يې علاج نۀ شو کولے.
کله چې تاسو چا له څۀ څيز قرض ورکړئ، نو چې د هغۀ نه په ضمانت کښې د هغۀ د مېچنې برنے پل وانۀ خلئ چې په هغې باندې غله مېده کوى. کۀ تاسو ترې نه دا واخلئ نو د دانو اوړۀ کولو ذريعه به يې ختمه شى.
کۀ د چا سره د دُنيا هر څيز وى او خپل ايماندار ورور يا خور ضرورتمند وګورى او د خپل زړۀ دروازه هغۀ ته بنده کړى نو بيا په هغۀ کښې د خُدائ پاک مينه څنګه اوسيږى؟