43 بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول.
هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بېاجره پاتې نۀ شى.“
بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې.
ځکه چې هغه نورو چې څۀ واچول د هغوئ سره د ضرورت نه سېوا وُو، خو هغې د خپلې غريبۍ په مطابق چې څۀ هم ورسره نۀ وُو د خپلې ګزارې هر څۀ يې واچول.“
د خُدائ د کور په بيتالمال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى.
ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.
د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.