Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:42 - Pakistani Yousafzai Pashto

42 بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:42
9 Iomraidhean Croise  

اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه، چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه. نو کله چې تۀ ما په لار کښې ليدلے نه نو ما به تۀ ښکلولے نه او چا به هم په ما باندې اِعتراض کولو نه.


هر هغه څوک کۀ يو جام يخې اوبۀ دې ورکوټى له په دې وجه ورکړى چې هغه زما مريد دے، نو زۀ درته دا وايم چې هغه کس به بې‌اجره پاتې نۀ شى.“


زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.


عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې.


بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول.


زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.“


او هغۀ يوه غريبه کونډه وليدله چې دوه د تانبې سيکې يې ورواچولې.


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


د مصيبت د دې سخت آزمېښت په دوران کښې د هغوئ خوشحالى زياته شوه او د سخت غربت باوجود هم هغوئ د زړۀ د اخلاصه د خپل طرف نه سخاوت وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan