Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:41
5 Iomraidhean Croise  

بيا يهويدع يو صندوق واخستلو، د دې په سر کښې يې سورے وکړو او صندوق يې د قربان‌ګاه ښى طرف ته کېښودو، چې د مالِک خُدائ کور ته د ننوتو ځائ سره وو. خلقو چې کومه چنده ورکوله نو د ننوتو په ځائ کښې مقرر شوى اِمام به هغه ټوله په صندوق کښې اچوله.


مشرانو اِمامانو د سپينو زرو سيکې راوچتې کړې او وې وئيل چې، ”دا سيکې د خُدائ د کور په خزانه کښې اچول روا نۀ دى ځکه چې دا د قتل قيمت دے.“


بيا يوه غريبه کونډه راغله او هغې د تانبې دوه سيکې په کښې واچولې چې دواړه د يوې پېسې برابرې وې.


د خُدائ د کور په بيت‌المال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan