Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 هم دا هغه خلق دى چې د کونډو جائيدادونه قبضه کوى او د رياکارۍ اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به سخته سزا ومومى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:40
13 Iomraidhean Croise  

د هغۀ سازش کوونکى شهزادګان د هغه غړمبېدونکو زمرو په شان دى چې خپل ښکار په مينځ شلوى، هغوئ انسانان خورى، هغوئ مال دولت او قيمتى څيزونه چور کوى او د دې ډيرې ښځې کونډې کوى.


چې هغوئ د پټو په لالچ کښې راشى نو قبضه يې کړى، او چې د کورونو په لالچ کښې راشى نو دا ونيسى. هغوئ د خلقو نه خپل کور په دوکه اخلى، او رشته‌دار د وراثت نه محروموى.


خو په تاسو دې افسوس وى، اے د شرعې عالمانو، فريسيانو ځکه چې سخته سزا ستاسو دپاره مقرر شوې ده. اے مُنافقانو، ځکه چې تاسو د آسمان د بادشاهۍ دروازې د خلقو دپاره بندوئ. او تاسو نۀ په خپله په کښې ورننوځئ او نۀ ورته نور خلق پرېږدئ.


اے مارانو او د مارانو بچو، تاسو به د دوزخ د سزا نه څنګه خلاص شئ؟


او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بې‌دينه قومونو په شان د بې‌مطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.


او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل خوښوى.


هم دا هغه خلق دى چې د کونډو مالونه خورى او د ريا اوږدې اوږدې دُعاګانې کوى، دوئ به د ټولو نه سخته سزا مومى.“


ځکه چې تاسو هغوئ هم زغمئ څوک چې تاسو غلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګېروى، يا خپل ځان لوئ جوړوى، يا ستاسو په مخ څپېړه درکوى.


په دوئ کښې هغه خلق دى څوک چې کورونو ته په څۀ چل ورننوځى او هغه کم عقلې ښځې په خپل قابو کښې راولى کومې چې په خپلو ګناهونو کښې راګېرې وى او چې د رنګارنګ خواهشونو لاندې راګېرې وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan