38 عيسىٰ په خپل تعليم کښې دوئ ته وفرمائيل چې، ”د شرعې د عالمانو نه ځان ساتئ څوک چې په لويو لويو چوغو کښې ګرځى او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحاليږى
خبردار اوسئ چې دوئ به تاسو عدالتونو ته حواله کوى او په خپلو عبادتخانو کښې به مو په کوړو وهى،
بيا دا چې تاسو کله هم دُعا کوئ نو د رياکارانو په شان مۀ جوړېږئ. هغوئ دا ډېر خوښوى چې په عبادتخانو او چوکونو کښې د دُعا دپاره ودريږى چې هر څوک يې ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هغوئ ته خپل اجر پوره مِلاو شو.
او په عبادتخانو او په مېلمستياو کښې د مشرۍ په ځائ کښېناستل خوښوى.
او هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې د ډېرو خبرو تعليم ورکړو. او په خپل تعليم کښې هغۀ هغوئ ته وفرمائيل،
اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو په عبادتخانو کښې د مشرۍ کُرسۍ خوښوئ او په بازارونو کښې په سلامونو ډېر خوشحالېږئ.
ما جماعت ته څۀ وليکل خو ديوترفيس چې د مشرۍ شوق لرونکے دے هغه زمونږ اختيار نۀ منى.