37 داؤد په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“ هلته ډېره ګڼه وه او ډېر په مينه يې د دۀ خبرې اورېدې.
”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.
کله چې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا مثالونه واورېدل نو هغوئ پوهه شول چې دا ټول مثالونه په هغوئ پورې دى.
هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.
خو هغوئ په دې کښې بېوسه وُو، ځکه چې د خلقو د عيسىٰ په خبرو يقين وو.
او سحر وختى به ټول خلق د خُدائ کور ته راټولېدل چې د هغۀ خبرې واورى.
کله چې د يهوديانو هغه لويه ګڼه خبر شوه چې هغه هلته دے، هغوئ نۀ يواځې دې له راتلل چې عيسىٰ ووينى خو د لعزر د کتلو دپاره هم څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے وو.
اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.
په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟
ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“