34 هر کله چې عيسىٰ وليدل چې هغۀ څومره په پوهه سره جواب ورکړو نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ نه لرې نۀ يې.“ د دې نه پس بيا چا همت ونۀ کړو چې د عيسىٰ نه نور تپوسونه وکړى.
خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى. ترڅو هغه په وفادارۍ سره اِنصاف قائم وساتى.
يو کس هم د هغۀ په جواب څۀ ونۀ وئيل او د دې ورځې نه پس هيچا هم د هغۀ نه د تپوس کولو همت ونۀ کړو.
او د دې نه پس په چا کښې دا جرأت نۀ وو چې د هغۀ نه بل سوال وکړى.
يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم.
په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو.
ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.