Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 او د هغۀ سره په پوره زړۀ او په پوره پوهې او په خپل ټول طاقت سره مينه کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ، نو دا د بلې هرې يوې سوزېدونکې قربانۍ يا نذرانې نه ډېر غوره کار دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:33
15 Iomraidhean Croise  

څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“


صداقت او اِنصاف کول مالِک خُدائ دا د قربانۍ نه زيات خوښوى.


زۀ غواړم چې تاسو وفادارى وښايئ نه چې قربانى وکړئ. ستاسو د سوزېدونکو نذرانو نه زيات زۀ غواړم چې تاسو ما وپېژنئ.


کۀ چرې تاسو د دې په مطلب پوهه وئ چې، ”زۀ رحم خوښوم، قربانى نه،“ نو تاسو به بې‌ګناه خلق ګناه ګار کړى نۀ وُو.


لاړ شئ او د دې صحيفو په معنىٰ ځان پوهه کړئ چې، ”زۀ رحم غواړم، نه چې قربانى.“ زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې صادقانو ته دعوت ورکړم بلکې ګناهګارانو ته.“


تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ سره، په پوره ځان او په خپل ټول طاقت سره مينه ساتئ.


مسيح اول وفرمائيل چې، ”نۀ خو تا قربانى او نذرونه او پوره سوزېدونکې نذرانې او د ګناه نذرانې خوښې کړې او نۀ په هغې خوشحاله شوے وې“ کۀ څۀ هم چې دا قربانۍ د شريعت په مطابق پېش کيږى.


سموئيل ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ په سوزېدونکو نذرانو او قربانو باندې زيات خوشحاليږى او يا کۀ د هغۀ په خبره منلو باندې خوشحاليږى؟ بې‌شکه، تابعدارى د قربانۍ نه بهتره ده او د هغۀ په خبره عمل کول د ګډانو د وازګې د نذرانې نه بهتر دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan