31 دوېم دا دے چې، ”د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“ د دې حکمونو نه بل لوئ حکم نشته.“
خپل ګاونډى مۀ دوکه کوئ او د هغۀ نه غلا مۀ کوئ. د يو مزدور مزدورى تر سحره پورې مۀ ايساروئ.
د هيچا نه بدل مۀ اخلئ يا د چا سره په زړۀ کښې کينه مۀ ساتئ، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
او دوېم حکم هم په دې شان دے چې، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.
د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ، دا د شريعت او د ټولو نبيانو د تعليم مجموعه ده.
نو د شرعې عالم هغۀ ته ووئيل، ”شاباش اُستاذه، ډېر دې ښۀ وفرمائيل، تۀ رښتيا وائې چې خُدائ پاک يو دے او بې له هغۀ نه بل نشته.
هغۀ ورته جواب ورکړو، ”د مالِک خپل خُدائ پاک سره په پوره زړۀ او په پوره ځان او په پوره طاقت او په پوره عقل سره مينه ساتئ، او، د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“
ځکه چې د ټول شريعت خلاصه صرف په دې يو حُکم کښې ده چې، ”تاسو د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“
دا حُکم مونږ ته د خُدائ پاک نه راکړے شوے دے، څوک چې د خُدائ پاک سره مينه کوى، نو د خپلو وروڼو او خوېندو سره دې هم مينه کوى.