Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:28 - Pakistani Yousafzai Pashto

28 بيا د شرعې په عالمانو کښې يو کس چې د دوئ دا بحث يې اورېدو او پوهه شو چې هغۀ دوئ ته څنګه ښۀ جواب ورکړو، نو راوړاندې شو. او هغۀ ترېنه تپوس وکړو، ”کوم يو حکم د ټولو نه اول دے؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:28
8 Iomraidhean Croise  

هغه سړى تپوس وکړو چې، ”کوم حُکمونه؟“ عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”قتل مۀ کوئ. زنا مۀ کوئ. غلا مۀ کوئ. د دروغو ګواهى مۀ ورکوئ.


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس چې تاسو خو د پودينې د کاږو او د زېرې لسمه حِصه ورکوئ خو د شريعت معتبرې خبرې لکه اِنصاف، رحم او وفادارى مو پرېښې ده. په اصل کښې په کار دا وُو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.


نو کۀ څوک ورنه د شريعت يوه ذره شان هم مات کړى او نورو خلقو ته د داسې کولو تعليم ورکړى نو د آسمان په بادشاهۍ کښې به د دوئ ځائ د ټولو نه لاندې وى. خو هغه څوک چې په شريعت عمل وکړى او نورو ته يې تعليم هم ورکوى، هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې لوئى بيامومى.


چې هغوئ مريدانو ته واپس راغلل نو ګڼ خلق يې ورسره وليدل چې په کښې د شرعې عالمان هم وُو او بحث يې ورسره کولو.


اے فريسيانو، په تاسو دې افسوس وى. تاسو د باغ د پودينې او سپېلنو او د هر قِسم سبزۍ لسمه حِصه خو ورکوئ خو د اِنصاف او د خُدائ پاک سره د مينې نه اِنکار کوئ. په کار خو دا وو چې تاسو په دې هم عمل کولے او هغه مو هم نۀ پرېښودلے.


په دې د شرعې ځينو عالمانو ووئيل، ”اُستاذه، ډېر ښۀ دې ووئيل.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan