27 خُدائ پاک د مړو خُدائ پاک نۀ دے بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. تاسو ډېر ګمراه شوى يئ.“
زما زويه هرکله چې تۀ نصيحت اورېدل بند کړې، نو تۀ به د عِلم د خبرو نه بېلارې شې.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو په غلطه يئ ځکه چې نۀ خو تاسو په صحيفو پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت خبر يئ.
”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے خو د ژوندو خُدائ پاک دے.“
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په غلطه يئ او هم دغه وجه ده چې نۀ خو تاسو په کِتابِ مقدس پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت.
نو هغه د مړو خُدائ پاک نۀ دے، بلکې د ژوندو خُدائ پاک دے. د هغۀ په نزد ټول ژوندى دى.“
ځکه چې مسيح د هم دې دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو، نو چې هغه د مړو او ژوندو دواړو مالِک شى
لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.
په دې وجه زۀ هغې پيړۍ ته غصه وم او ما وفرمائيل چې همېشه د دوئ زړونه زما نه لرى شوى دى، او دوئ زما لارې ونۀ پېژندلې.