25 کله چې هغوئ د مړو نه بيا راژوندى شى نو هغوئ به يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى.
ځکه چې په قيامت کښې به ښځې او سړى يو بل سره وادۀ نۀ کوى. هغوئ به د آسمان د فرښتو په شان وى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو په غلطه يئ او هم دغه وجه ده چې نۀ خو تاسو په کِتابِ مقدس پوهېږئ او نۀ د خُدائ پاک په قدرت.
خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.