مرقوس 12:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 کله چې د انګورو موسم راغلو نو هغۀ اجاره دارو له يو نوکر ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى. Faic an caibideil |
ما تاسو ته بار بار خپل نبيان درولېږل. هغوئ تاسو ته وفرمائيل چې، په تاسو کښې دې هر يو د خپلو بدو کارونو نه واوړى او ښۀ کارونه دې کوى، او مۀ تاسو د نورو معبودانو پيروى کوئ او مۀ يې خِدمت کوئ. نو بيا به تاسو په هغه زمکه کښې اوسېږئ کومه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته ورکړې ده. خو تاسو زما خبرو ته توجو ورنۀ کړه او نۀ مو غوږ ونيولو.