12 بيا هغوئ داسې څۀ بهانه لټوله چې هغه ګرفتار کړى ځکه چې هغوئ پوهېدل چې دے دا مِثال د هغوئ په خلاف ورکوى، خو هغوئ د خلقو نه يرېدل نو هغوئ هغه پرېښودو او ترې لاړل.
او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
په دې جواب هغوئ حق حېران شول او هغه يې پرېښودو او ترې روان شول.
مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو چې دا واورېدل نو کوشش يې کولو چې هغه په څۀ چل هلاک کړى خو هغوئ يرېدل ځکه چې ټول خلق د هغۀ د تعليم نه ډېر متاثره وُو.
او کۀ مونږ وايو چې د انسانانو نه، نو بيا به څۀ وشى؟“ دوئ د خلقو نه يرېدل ځکه چې د ټولو خلقو دا ايمان وو چې يحيىٰ نبى وو.
د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
په دې باندې د يروشلم څۀ خلقو دا وينا شروع کړه، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې هغوئ يې د وژلو کوشش کوى؟
نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
په هغوئ کښې ځينو غوښتل چې ګرفتار يې کړى، خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولو.