Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 دا د مالِک خُدائ کارونه دى او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:11
13 Iomraidhean Croise  

لابن او بتو‌اېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے.


کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړے دے، هم هغه کاڼے د ګوټ سر کاڼے جوړ شوے دے.


دا کارونه مالِک خُدائ کړى دى، دا زمونږ په خيال حېرانوونکے منظر دے.


”قومونو ته وګورئ او نظر پرې ساتئ، او حېران شئ. ځکه چې زۀ به ستاسو د ژوند په دوران کښې يو داسې کار وکړم چې تاسو به پرې يقين نۀ کوئ کۀ تاسو ته وئيلے شوى هم وے.


نۀ داسې جادو شته او نۀ داسې کوډې شته، چې د بنى اِسرائيلو په قوم باندې وشى. خلق به اوس د بنى اِسرائيلو په حقله ووائى، ګورئ، خُدائ پاک د هغوئ دپاره څۀ کړى دى.


بيا عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”تاسو چرې په صحيفو کښې دا نۀ دى وئيلى چې، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو، هم هغه د ګوټ سر کاڼے شو. دا د مالِک خُدائ له خوا وشو، او دا زمونږ په نظر کښې عجيبه ښکارى.“


هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“


خُدائ پاک غوښتل چې تاسو غېر‌يهوديانو ته هم دا بې‌حده شاندار او قيمتى راز ښکاره کړى، او هغه راز دا دے چې مسيح په تاسو کښې دے او هغه د راتلونکى جلال اُميد دے.


په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan