Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 12:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 عيسىٰ هغوئ ته بيا په مِثالونو کښې خبرې شروع کړې. ”يو سړى د انګورو باغ ولګولو او ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو. او بيا يې زميندارانو ته په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 12:1
38 Iomraidhean Croise  

کله چې هغه وخت راشى، نو د انګورو هغه ښۀ باغونه، چې په هر يو کښې يو زر د انګورو بوټى وى او د هر يو باغ قيمت د سپينو زرو يو زر سيکې وى، نو هغه به هم د ازغو او غنو نه ډک وى.


ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟


بيا ما وفرمائيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، هغوئ زما په حقله وائى چې، ولې هغه هسې متلونه نۀ وائى؟“


هغۀ هغوئ ته ډيرې خبرې په مِثالونو کښې وکړې. هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”واورئ، يو زميندار د کروندې دپاره بهر لاړو.


خو تاسو په دې حقله څۀ خيال کوئ چې د يو سړى دوه زامن وُو. هغه اول مشر له ورغلو او ورته يې ووئيل چې زويه، لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه.


يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.


کله چې د مېوې موسم راغلو هغۀ يو نوکر اجاره دارو له ورولېږلو چې د هغوئ نه د هغۀ د پېداوار برخه وصول کړى.


بيا د آسمان د بادشاهۍ مثال د هغه سړى په شان دے څوک چې په سفر تلو او نوکران يې راوبلل او خپل مال يې ورته وسپارلو.


نو ځکه هغوئ جواب ورکړو چې، ”مونږ خبر نۀ يُو.“ او عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”بيا به زۀ هم درته ونۀ وايم چې زۀ په کوم اختيار دا کارونه کوم.“


د دې مثال د هغه سړى په شان دے چې د کوره لرې روان وى او څۀ وخت چې خپل کور نه ځى نو خپلو نوکرانو ته اختيار ورکړى چې هر يو دې خپل کار کوى او څوکيدار ته هم حکم ورکړى چې بېدار اوسى.


نو عيسىٰ بيا هغوئ راوغوښتل او په مِثالونو کښې يې ورته وفرمائيل چې، ”شېطان څنګه شېطان شړلے شى؟


او هغۀ هغوئ ته په مِثالونو کښې د ډېرو خبرو تعليم ورکړو. او په خپل تعليم کښې هغۀ هغوئ ته وفرمائيل،


لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو،


هغۀ وفرمائيل، ”د يو لوئ خاندان يو سړے په اوږد سفر يو بل مُلک ته لاړو د دې دپاره چې هغه بادشاهت حاصل کړى او بيا واپس راشى.


هغوئ تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“


نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“


موسىٰ په صحرا کښې زمونږ د پلار نيکونو سره په يوه غونډه کښې وو چې په هم هغه وخت هغه فرښتې ورسره خبرې کولې چې د سينا په غرۀ کښې دۀ سره وه هغې مونږ ته د رارسولو دپاره هغۀ ته ژوندے کلام ورکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan