31 په دې هغوئ د يو بل سره په بحث شول چې، ”مونږ څۀ ووايو؟ کۀ چرې مونږ ووايو چې له آسمان نه، نو هغه به راته ووائى چې بيا تاسو په هغۀ ايمان ولې رانۀ وړو؟
هغوئ په خپلو کښې يو بل ته ووئيل چې، ”دا ځکه چې مونږ روټۍ نۀ ده راوړې.“
د يحيىٰ بپتسمه د آسمان د لورى وه او کۀ د انسان نه؟ جواب راکړئ.“
او کۀ مونږ وايو چې د انسانانو نه، نو بيا به څۀ وشى؟“ دوئ د خلقو نه يرېدل ځکه چې د ټولو خلقو دا ايمان وو چې يحيىٰ نبى وو.
يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“
چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“