Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 11:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 کۀ څوک درنه تپوس وکړى چې دا څۀ کوئ؟ نو ورته ووايئ چې زمونږ د مالِک دا په کار ده او هغه به يې سمدستى دلته واپس راولېږى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 11:3
11 Iomraidhean Croise  

کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


دا دُنيا د مالِک خُدائ ده او هر څۀ چې په دې کښې دى، دا ټوله دُنيا او انسانان څوک چې په دې کښې دى.


”دې مخامخ کلى ته ورشئ. نو چې څنګه ورننوځئ نو تاسو به يو کوچاڼے تړلے ومومئ چې تر اوسه پرې هيچا لا سورلى نۀ ده کړې. هغه پرانيزئ او دلته يې راولئ.


هغوئ لاړل او د دروازې نه بهر يې په کوڅه کښې هغه کوچاڼے تړلے وموندلو. هغوئ هغه پرانستو،


هغه به تاسو ته يوه لويه تياره کړے شوې بالاخانه وښائى، زمونږ دپاره هلته د فسح تيارے وکړئ.“


بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے


تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.


نۀ د بنى آدم لاس د هغۀ خِدمت کولے شى او نۀ هغه د بنى آدم د څۀ څيز محتاج دے، بلکې هغه په خپله ټولو بنى آدمو له ژوند، ساه او هر څۀ ورکوى.


ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan