28 او ورته وې وئيل، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے چې تۀ داسې کوه؟“
هغه سړى ورته ووئيل، ”تۀ چا په مونږ مشر کړے يې او په مونږ يې قاضى جوړ کړے يې؟ تۀ ما هم وژنې څۀ لکه چې هغه مِصرے دې وژلے وو؟“ نو موسىٰ وويرېدو او د خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”ښه نو لکه چې ما څۀ کړى دى د هغې خلقو ته پته لګېدلې ده.“
دا څۀ وړه خبره ده چې مونږ تا د هغه زرخېز او آباد مُلک نه د دې دپاره راويستلى يُو چې په دې صحرا کښې مو ووژنې؟ تۀ په مونږ باندې روب اچول غواړې څۀ؟
هغوئ د موسىٰ او هارون په مخکښې رابېل شول او ورته يې ووئيل، ”تاسو د حد نه تېر شوى يئ. ټول قوم د مالِک خُدائ مقدس خلق دى او مالِک خُدائ زمونږ د ټولو مل دے. نو، موسىٰ، تۀ ولې د مالِک خُدائ د قوم نه ځان اوچت ګڼې؟“
هغوئ يو ځل بيا يروشلم ته راغلل او کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې ګرځېدو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورته راغلل،
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو يې جواب راکړئ نو زۀ به هم تاسو ته دا وښايم چې په کوم اختيار زۀ دا کارونه کوم.
تاسو باغيان يئ. ستاسو زړونه کافر شوى دى او رښتياو ته کاڼۀ يئ. تاسو لکه د خپل پلار نيکونو همېشه د روحُ القُدس مخالفت کوئ.