Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 11:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 هغوئ يو ځل بيا يروشلم ته راغلل او کله چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې ګرځېدو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورته راغلل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 11:27
10 Iomraidhean Croise  

”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او ورته وې وئيل، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې؟ او دا اختيار تا له چا درکړے دے چې تۀ داسې کوه؟“


د فسح او د پتيرې روټۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې او مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو داسې طريقه لټوله چې عيسىٰ په پټه ونيسى او وې وژنى.


او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”ما دُنيا ته په ډاګه خبرې کړې دى. ما همېشه په عبادتخانو او د خُدائ په کور کښې تعليم ورکړے دے چرته چې ټول يهوديان راغونډيږى او ما په پټه څۀ هم نۀ دى وئيلى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan