24 ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.
زۀ تاسو ته بيا دا وايم، کۀ چرې په تاسو کښې دوه کسان په يوه خبره متفِق شى هغوئ چې څۀ سوال وکړى نو زما آسمانى پلار به هغه ورکړى.
کومه دُعا چې تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به ټوله قبوله شى.“
او هر کله چې تاسو دُعا ته ودرېږئ نو کۀ ستاسو په زړۀ کښې د چا خلاف خبرې وى، نو هغه معاف کړئ، د دې دپاره چې ستاسو آسمانى پلار به ستاسو نافرمانى معاف کړى.“
تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى.
کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.
نو په دې وجه څوک چې په نورو ژبو خبرې کوى نو هغه دې ضرور د تشريح کولو د قابليت دپاره هم دُعا وکړى.
او مونږ چې څۀ هم د هغۀ نه وغواړو هغه يې راکوى، ځکه چې مونږ د هغۀ په حُکمونو عمل کوُو او په څۀ چې هغه خوشحاليږى هم هغه کوُو.