23 زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى.
په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.
کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو.
هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“
عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى.
نو مالِک ورته جواب ورکړو، ”کۀ چرې ستاسو ايمان د شړشمو د دانې هومره هم وى نو کۀ تاسو د تُوت دې ونې ته ووايئ چې د بېخه ووځه او په سمندر کښې لاهو شه، نو دا به ستاسو حُکم ومنى.
تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى.
کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى.
او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم.