Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 11:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 عيسىٰ ورته جواب ورکړو چې، ”په خُدائ پاک ايمان ساتئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 11:22
10 Iomraidhean Croise  

په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“


اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


د اِسرائيل مشر سامريه دے او د سامريه مشر د رملياه زوئ دے. کۀ په ايمان قائم پاتې نۀ شوئ، نو يقيناً چې پخپله به قائم پاتې نۀ شئ.“


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”راځه.“ بيا پطروس د کِشتۍ نه کوز شو او د اوبو دپاسه د عيسىٰ خوا ته ورروان شو.


هغۀ جواب ورکړو چې، ”ځکه ستاسو ايمان ډېر کمزورے دے. زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ ستاسو ايمان د شړشمو د تخم هومره هم وى نو چې تاسو دې غر ته ووايئ چې دلته نه هلته لاړ شه، نو هغه به روان شى. او هيڅ کار به ستاسو دپاره ناممکن نۀ وى.“


عيسىٰ ورله جواب ورکړو چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم کۀ چرې ستاسو ايمان کامِل وى او شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کوم چې د اينځر د ونې سره وشول، خو لا د دې نه هم زيات. کۀ تاسو دې غرۀ ته ووايئ چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، نو څۀ چې تاسو وايئ هغه شان به وشى.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“


”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ.


تاسو د مسيح سره په بپتسمه کښې ښخ شوئ او د ايمان په وسيله د خُدائ پاک په قدرت کښې هم تاسو د هغۀ سره بيا راژوندى شوئ چا چې هغه د مړو نه راپاڅولے دے.


دا خط د پولوس د خوا نه دے چې د خُدائ پاک غلام او د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ د دې دپاره مقرر شوے يم چې هغه خلقو ته د ايمان په حقله بيان وکړم کوم چې خُدائ پاک غوره کړى دى او هغوئ ته د حقيقت تعليم ورکړم چې ورته د ديندارۍ ژوند تېرول ورزده کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan