21 پطروس هغه خبره راياده کړه کومه چې عيسىٰ پرون د اينځر ونې ته کړې وه نو هغۀ ووئيل، ”اُستاذه، وګوره د اينځر په کومه ونه چې تا لعنت کړے وو هغه اوچه شوې ده.“
د بدعمله په کور مالِک خُدائ لعنت ورَوى، خو هغه د صادق په کور باندې برکت ورَوى.
د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه.
او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.
خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.
بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.
په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“
څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه.