19 او چې ماښام شو نو عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښار نه بهر ووتل.
بيا د دوئ نه رُخصت شو او د ښار نه بهر بيتِعنياه ته لاړو او هلته يې شپه تيره کړه.
هغه يروشلم ښار ته راغلو او د خُدائ کور ته ورننوتو او ګېرچاپېره يې وکتل، خو ماښام ناوخته هغه د دولسو مريدانو سره بيتِعنياه ته لاړو.
عيسىٰ دا ورځې د خُدائ په کور کښې په تعليم ورکولو تېرولې او بيا به هغه د شپې تېرولو دپاره د زيتُونو غرۀ ته تلو.
ترڅو چې رڼا تاسو سره ده، په رڼا يقين کوئ نو چې تاسو د رڼا زامن شئ.“ د دې خبرو نه پس عيسىٰ د هغوئ نه لاړو او پټ شو.