17 نو بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو او وې فرمائيل، ”ولې صحيفې دا نۀ وائى چې، زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى؟ خو تاسو ترې د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“
د قيدار ټولې ګډې چېلۍ به تا له راوستے شى، او د نبايوت ټول ګډان به ستا خِدمت دپاره حاضر کړے شى. زۀ به په قربان ګاه د هغوئ قربانيانې قبولې کړم او خپلې عبادتخانې له به شان او شوکت ورکړم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ولې په کوم کور چې زما نامه ليکلے شوې ده د دې نه د ډاکوانو د پټېدو ځائ جوړ شوے دے څۀ؟ خبردار. څۀ چې تاسو کوئ زۀ دا هر څۀ ګورم.
بنى اِسرائيل هغه تاجران دى چې په لاس کښې يې د بېايمانۍ تله وى او د دوکې کولو سره مينه کوى.
او د خُدائ د کور په دربار کښې هغۀ د تجارت د څيزونو وړل راوړل نۀ پرېښودل.
او ورته يې وفرمائيل، ”صحيفې فرمائى چې، ”زما کور به د دُعا کور بللے شى،“ خو تاسو ترېنه د ډاکوانو اډه جوړه کړې ده.“
هلته هغۀ د خُدائ د کور په دربار کښې د غوَيانو، ګډو او د کونترو خرڅوونکى او صرافان په خپلو کُرسو ناست وليدل.
بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“