Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 11:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغه ونې ته يې وفرمائيل چې، ”بيا به هيڅوک هم هيڅکله ستا نه مېوه ونۀ خورى.“ او د هغۀ مريدانو دا واورېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 11:14
15 Iomraidhean Croise  

د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه.


يو بل مِثال واورئ، يو زميندار وو چې د انګورو باغ يې ولګولو، ګېرچاپېره يې دېوال ترې تاو کړو او په کښې يې د انګورو دپاره لنګرۍ ولګوله او د څوکيدارۍ دپاره يې په کښې يو برج جوړ کړو او بيا يې زميندارانو له په اجاره ورکړو او بل مُلک ته لاړو.


هر څوک چې د دې کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټې ټوټې شى، او کۀ په چا دا راپرېوځى نو هغه به ريز مريز کړى.“


اوس هم د ونو جرړو ته تبر نيولے شوے دے او هره هغه ونه چې ښۀ مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او د اور لمبو ته به واچولے شى.


او کومه ونه چې ښه مېوه نۀ نيسى هغه به پرې کړے شى او په اور کښې به وغورزولے شى.


او د لرې نه يې چې د اينځر يوه ونه وليده نو ورغلو چې هغه په کښې څۀ پېدا کړى. خو کله چې هغه ورغے نو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل ځکه چې دا د اينځرو موسم نۀ وو.


کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله وشړل. او هغه د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې.


هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بې‌کاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى.


او چې کله هغوئ زمونږ د مالِک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د پېژندګلو په وسيله د دُنيا د سخاتوب نه خلاص شول او هغوئ په کښې بيا ګېر شول او د هغوئ نه مغلوب شول، نو د هغوئ وروستونے حال د وړومبنى نه هم ډېر بد شو.


څوک چې بدکاران دى، پرېږده چې بدکارونه کوى، څوک چې پليت دى، پرېږدئ چې په خپله پليتۍ کښې آخته وى. څوک چې صادقان دى هغه دې په خپل صداقت کښې پاتې شى او څوک چې پاک وى هغوئ دې پاک پاتې شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan