Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 11:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 او د لرې نه يې چې د اينځر يوه ونه وليده نو ورغلو چې هغه په کښې څۀ پېدا کړى. خو کله چې هغه ورغے نو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل ځکه چې دا د اينځرو موسم نۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 11:13
10 Iomraidhean Croise  

هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، هغۀ د بهترينو انګورو بوټى وکَرل. او د دې باغ په مينځ کښې يې د حِفاظت دپاره د څوکيدارۍ يو برج جوړ کړو، هغۀ د انګورو نه د رس ويستلو دپاره د کاڼى نه لنګرۍ جوړه کړه. هغۀ د ښو انګورو د پخېدو انتظار وکړو، خو چې کله انګور پاخۀ شول نو هغه ټول تراوۀ وُو.


د اِسرائيل قوم د مالِک خُدائ ربُ الافواج د انګورو باغ دے، او د يهوداه خلق د انګورو هغه بوټى دى چې هغۀ په خوشحالۍ کَرلى دى. د هغۀ د دوئ نه طمع وه چې اِنصاف به کوى، خو په ځائ د دې هغوئ ظلمونه کول. هغۀ ترې نه د صداقت طمع لرله، خو په ځائ د دې هغۀ د ژړا چغې واورېدې.


د لارې په غاړه يې د اينځر يوه ونه وليده او هغې له ورغلو خو د پاڼو نه بغېر يې په کښې هيڅ ونۀ موندل. هغۀ ونې ته وفرمائيل چې، ”تۀ دې پس د دې نه تل تر تله شنډه يې.“ او ونه په هغه ټکى اوچه شوه.


په بله ورځ چې هغوئ د بيتِ‌عنياه نه ووتل نو عيسىٰ اوږے شوے وو.


هغه ونې ته يې وفرمائيل چې، ”بيا به هيڅوک هم هيڅکله ستا نه مېوه ونۀ خورى.“ او د هغۀ مريدانو دا واورېدل.


اتفاقى يو اِمام په دغه لار تېرېدو، چې هغه يې وليدو نو د لارې بل طرف ته واوړېدو او ترې نه لاړو.


روت پټو ته لاړه او لَوګرو پسې وروستو پاتې شوى وَږى يې راټولول. نو داسې وشول چې هغه د بوعز په پټى کښې وه.


چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيت‌شمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan