8 او دا دواړه به يو بدن شى.“ نو بيا نور دوئ دوه نه خو يو بدن وى.
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
نو په دې وجه څوک چې خُدائ پاک يو ځائ کړى دى نو بنى آدم دې يې نۀ جدا کوى.“
ولې تاسو نۀ يئ خبر چې هر څوک چې کنجرې له لاړ شى نو هغه د هغې سره يو بدن شى؟ ځکه چې صحيفې وائى چې، ”دا دواړه به يو بدن شى.“
هم دغه شان خاوندانو له په کار دى چې د خپلو ښځو سره داسې مينه وکړى لکه څنګه مينه چې د خپل بدن سره کوى. هر څوک چې د خپلې ښځې سره مينه کوى په حقيقت کښې هغه د خپل ځان سره مينه کوى.