Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 10:51 - Pakistani Yousafzai Pashto

51 عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ څۀ غواړې چې زۀ يې ستا دپاره وکړم؟“ هغه ړوند سړى جواب ورکړو، ”اُستاذه، زۀ بيا خپل نظر غواړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 10:51
11 Iomraidhean Croise  

په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“


او په بازارونو کښې د عزت په سلامونو ډېر خوشحاليږى چې د اُستاذ په نامه ياد شى.


خو تاسو ته دې څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چې ستاسو خو يو اُستاذ شته او تاسو ټول وروڼه يئ.


د هغوئ پېښې مۀ کوئ، ستاسو آسمانى پلار ستاسو د غوښتو نه وړاندې ستاسو په حاجتونو خبر دے.


وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې درله وکړم؟“


په دې هغۀ خپله چُوغه وغورزوله، سمدستى پورته شو او عيسىٰ له راغلو.


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے.


کمان آفسر هغه د لاسه ونيولو، يو طرف ته يې کړو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”ما ته ووايه چې څۀ خبره ده؟“


د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan