Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 10:48 - Pakistani Yousafzai Pashto

48 ډېرو خلقو ورته په سختۍ ووئيل چې، ”چپ شه،“ خو هغۀ لا نورې هم چغې زياتې کړې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 10:48
15 Iomraidhean Croise  

او چې پاکه خُدايه ستا مينه نۀ ختمېدونکې ده. بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.


تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.


يوه ورځ هغوئ عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى، خو د هغۀ مريدانو هغه خلق ورټل چا چې راوستل.


خلقو هغوئ ورټل او ورته يې ووئيل چې چپ شئ. خو هغوئ لا نورې هم چغې زياتې کړې چې، ”مالِکه، په مونږ رحم وکړه. اے د داؤد زويه.“


کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“


بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل.


هغۀ لا دا خبرې کولې چې د عبادتخانې د مشر د کوره څۀ خلق راغلل چې خبر ورکړى چې، ”ستا لور مړه شوه، اُستاذ له تکليف څۀ له ورکوې؟“


مخکښې چې کوم خلق روان وُو، هغوئ ورته په سخته ووئيل چې، ”چپ شه.“ خو هغۀ چغې لا نورې هم زياتې کړې چې، ”اے د داؤد زويه. په ما رحم وکړه.“


او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بې‌ناغې دُعا کوئ.


کله چې عيسىٰ په زمکه ژوند تېرولو نو په هغه ورځو کښې هغۀ په چغو او اوښکو بهېدلو سره خُدائ پاک ته دُعا او مِنت زارى وکړه چا چې هغه د مرګ نه بچ کولے شو، او د هغۀ دُعا قبوله شوه ځکه چې هغۀ په پوره توګه خپل ځان خُدائ پاک ته وقف کړے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan