Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 10:47 - Pakistani Yousafzai Pashto

47 نو کله چې هغه په دې خبر شو چې دا عيسىٰ ناصرى دے نو هغۀ چغې کړې، ”اے عيسىٰ د داؤد زويه، په ما رحم وکړه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 10:47
24 Iomraidhean Croise  

د يَسى مونډ به راوټوکيږى، او د هغې د جرړو نه به څانګه راوخېژى.


د عيسىٰ مسيح نسب‌نامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم.


ټول خلق حق حېران شول او دا خبره خوره شوه چې، ”ولې دا د داؤد زوئ نۀ دے د چا چې مونږ تلاش کوُو؟“


او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“


هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“


د لارې په غاړه دوه ړاندۀ ناست وُو. هغوئ چې دا واورېدل چې عيسىٰ په دې لاره تېريږى نو هغوئ چغې کړې، ”اے مالِکه، د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“


او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“


او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“


بيا هغه د ډيوډۍ په لور روان شو او هلته يوې بلې وينځې چې هغه وليدو نو موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”دا سړے هم د عيسىٰ ناصرى سره وو.“


کله چې عيسىٰ وړاندې لاړو نو دوه ړاندۀ ورپسې شول او دا چغې يې وهلې، ”اے د داؤد زويه، په مونږ رحم وکړه.“


”تۀ زمونږ نه څۀ غواړې اے عيسىٰ ناصرى؟ تۀ راغلې چې مونږ هلاک کړې څۀ؟ زۀ دې پېژنم چې تۀ څوک يې، تۀ د خُدائ پاک قُدوس يې.“


بيا هغه ناصرت ته راغلو چرته چې هغه لوئ شوے وو او د سبت په ورځ عبادتخانې ته د معمول په مطابق لاړو. هغه د کلام د تلاوت دپاره ودرېدلو،


نتنى‌ايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“


پيلاطوس په سولۍ د يوې تختې لګولو حکم ورکړو چې پرې دا ليک وو، ”عيسىٰ ناصرى د يهوديانو بادشاه.“


چا ووئيل چې، ”دا مسيح دے،“ او ځينو ووئيل چې، ”ولې مسيح به د ګليل نه راځى څۀ؟


هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“


ځکه چې مونږ د دۀ نه دا خبرې اورېدلى دى چې د ناصرت عيسىٰ به دا ځائ وران کړى او موسىٰ چې مونږ له کوم رسمونه او رِواجونه راکړى دى هغه به بدل کړى.“


ما عيسىٰ، خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې جماعتونو ته دا ګواهى ورکړى چې زۀ د داؤد د څانګې او نسل نه يم او د سبا ځلېدونکے ستورے يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan