41 هر کله چې نورو لسو دا واورېدل نو هغوئ يعقوب او يوحنا ته غصه شول.
غرور صرف لانجه پېدا کوى، خو حِکمت په هغوئ کښې وى څوک چې نصيحت منى.
کله چې هغه نورو لسو مريدانو دا واورېدل نو هغوئ د هغه دوو وروڼو نه خفه شول.
عيسىٰ هغوئ ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو ته پته ده چې د قومونو حکمرانان په خپلو خلقو باندې رُعب اچوى او د هغوئ لوئ آفسران په هغوئ باندې د خپل اختيار غلط استعمال کوى.
بيا د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په دوئ کښې به د ټولو نه لوئ څوک وى.
خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”د قومونو بادشاهان په خپلو خلقو حکومت کوى او څوک چې پرې اختيار لرى هغوئ ته د خلقو خير خواه وئيلے کيږى.
لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.
يا تاسو دا ګڼئ چې مقدس کِتاب بېفائدې وائى چې، ”خُدائ پاک چې کوم روح زمونږ په زړُونو کښې اچولے دے، هغه د حسد خواهش ساتى څۀ؟“