Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 10:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، خو دا د هغه چا دے د چا دپاره چې دا تيار کړے شوے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 10:40
7 Iomraidhean Croise  

هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.


بيا هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”بې‌شکه کوم کنډول چې زۀ څښم، تاسو به يې وڅښئ خو دا زما په اختيار کښې نۀ دى چې خپل ښى او ګس لاس ته څوک کښېنوم، دا د هغه چا په برخه دى چې زما پلار ورته مقرر کړى دى.“


بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.


ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى.


اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.


عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى.


خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو، نو ځکه خُدائ پاک په دې نۀ شرميږى چې د هغوئ خُدائ پاک دې وبللے شى، نو هغۀ هغوئ له يو ښار تيار کړے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan