35 د زبدى زامن يعقوب او يوحنا هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”اُستاذه مونږ چې ستا نه څۀ هم غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.“
او اوس زۀ يو عرض کول غواړم، مِهربانى وکړه چې اِنکار ونۀ کړې.“ بتسبع ورته ووئيل، ”ووايه.“
هغې ورته ووئيل، ”زۀ غواړم چې تۀ زما سره يوه معمولى شان نېکى وکړې، مِهربانى وکړه چې ما ته اِنکار ونۀ کړې.“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”زما مورې، څۀ وئيل غواړې، زۀ به تا ته اِنکار نۀ کوم.“
کله چې عيسىٰ د دې ځائ نه وړاندې لاړو نو دوه وروڼه يې وليدل، يعقوب د زبدى زوئ او د هغۀ ورور يوحنا چې په کشتۍ کښې يې د خپل پلار زبدى سره جالونه مرمت کول. هغوئ يې راوبلل.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې درله وکړم؟“
او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.
هغۀ بغېر د پطروس، يعقوب او د يعقوب د ورور يوحنا نه بل څوک ځان سره بونۀ تلل.
شپږ ورځې پس عيسىٰ د ځان سره پطروس يعقوب او يوحنا روان کړل او يو اوچت غرۀ ته يې وخېژول او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو.