Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




مرقوس 10:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 دوئ د يروشلم په لار روان وُو او عيسىٰ ترې وړاندې وو. او مريدان حېران شوى وُو او څوک چې ورپسې روان وُو هغوئ يرېدل. هغۀ هغه دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وضاحت وکړو چې هغۀ ته څۀ پېښېدونکى دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




مرقوس 10:32
12 Iomraidhean Croise  

واوره، اے مشر اِمامه يشوَع او نور اِمامان چې ستا په وړاندې ناست دى، تاسو د راتلونکى ښۀ وخت نښه يئ، زۀ به خپل خِدمت کوونکے راولم چې څانګه بللے شى.


په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.


هغۀ جواب ورکړو، ”تاسو له دا موقع درکړے شوې ده چې د آسمان د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو هغه نورو ته نۀ ده ورکړے شوې.


هغوئ ټول حق حېران شول او د يو بل نه يې تپوس وکړو چې، ”دا لا څۀ دى؟ دا خو د اختيار سره يو نوے تعليم دے. تر دې چې پيريانو ته حُکم کوى، او هغوئ يې هم منى.“


هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.


بيا هغه خپلو مريدانو ته راوګرځېدو او ځان له يې ورته وفرمائيل، ”هغه سترګې بختورې دى چې هغه څۀ وينى چې تاسو يې وينئ.


د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ خپلو مريدانو نه مخکښې يروشلم ته روان وو.


هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.


بيا توما چې برغونے ورته وائى، هغۀ نورو مريدانو ته ووئيل، ”راځئ چې مونږ هم لاړ شُو چې د هغۀ سره مړۀ شُو.“


مريدانو ورته ووئيل چې، ”اُستاذه، څۀ لږ وخت مخکښې يهوديانو ستا سنګسارول غوښتل، او تۀ بيا هلته ځې څۀ؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan