30 نو چې هغوئ ته به په دې دُنيا کښې يو په سل اجر ورکړے شى، کورونه، وروڼه، خوېندې، ميندې، اولاد او زمکه، او ورسره ربړېدل، او په آخرت کښې به د تل ژوندون بيا مومى.
امصياه د پېغمبر نه تپوس وکړو، ”خو د هغه ټولو سپينو زرو به څۀ کيږى چې ما په مزدورۍ کښې ورکړى دى؟“ هغه پېغمبر ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا له د هغې نه زيات درکولے شى.“
خو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک نمر او ډال دے. ځکه چې مالِک خُدائ به مونږ ته خپل فضل او عزت راکړى، هغه د هر هغه چا نه ښۀ څيزونه نۀ ايساروى د کومو خلقو لارې چې بېداغه وى.
د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.
خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى.
هر څوک چې د اِبن آدم خلاف څۀ وائى هغه به وبخښلے شى، خو هر هغه څوک چې د روحُ القُدس په خلاف خبرې کوى هغه به نۀ په دې دُنيا کښې او نۀ په بله دُنيا کښې وبخښلے شى.
او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او غله يې وکړه، ځينې يو په سل، ځينې يو په شپېتۀ او ځينې يو په دېرش.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
نو هغه به په دې دُنيا کښې په څو چنده ومومى او په آخر کښې به د تل ژوندون بيا مومى.“
او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.
هغوئ د ايماندارانو زړونه مضبوط کړل او ډاډګيرنه يې ورکړه چې په خپل ايمان ټينګ او قائم پاتې شى او هغوئ ته يې ووئيل چې، ”د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.“
خو په نيمه شپه کښې پولوس او سيلاس دُعا کوله او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله او نورو قېديانو ورته غوږ اېښے وو،
نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول.
نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى،
ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.
کۀ مونږ غمژن يُو خو هر وخت خوشحاله يُو، مونږ غريبانان يُو خو ډېر خلق غنيان کوُو، مونږ سره څۀ نشته خو بيا هم راسره هر څۀ شته.
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم،
اوس دې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح په خپله او زمونږ خُدائ پلار چا چې مونږ سره مينه وکړه او مونږ ته يې د فضل په وسيله ابدى تسلى او ښۀ اُميد راکړو،
ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى.
يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده،
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے.
او کومه وعده چې هغۀ مونږ سره کړې ده هغه د تل ژوندون دے.
تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو. او دُنيا چې مونږ نۀ پېژنى هغه ځکه چې هغه يې هم نۀ دے پېژندلے.
ما ته ستا د تنګسيا او غربت پته ده، خو بيا هم تۀ مالدار يې، زۀ د هغه خلقو د کُفر وئيلو نه هم خبر يم چې ځان ته يهوديان وائى خو دى نۀ. دا د شېطان جماعت دے.
په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.