29 عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې زما او زما د زيرى د خاطره کور، وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد يا زمکه پرېښى وى،
د هغوئ نه چې کوم مالونه او سامانونه پاتې شى د هغې غم دې نۀ کوى، ځکه چې په مِصر کښې د ټولو نه ښۀ زمکه به د هغوئ وى.“
او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېريهوديانو دپاره ګواهان شئ.
او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پرېښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې د زيرى او زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى.
عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته دا وايم چې چا چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ دپاره خپل کور، خپله ښځه، خپل وروڼه، خپل مور پلار او خپل بچى پرېښى دى
زۀ دا هر څۀ د زيرى د خاطره کوم د دې دپاره چې زۀ د هغوئ سره د هغۀ په برکتونو کښې شريک شم.
ما ته دا هم پته ده چې زما د نوم د خاطره تا دا په صبر سره وزغمل او تۀ ستومانه نۀ شوې.