1 عيسىٰ د هغه ځائ نه بيا روان شو نو يهوديه او اُردن د سيند پورې غاړې ته لاړو، او ډېر خلق بيا ترې راچاپيره شُو. او د خپل عادت په مطابق هغۀ بيا هغوئ ته تعليم شروع کړو.
زما خلقو ما ته شا کړې ده، او ما ته د کتلو نه يې اِنکار کړے دے، سره د دې چې ما بار بار په نرمۍ سره هغوئ ته تعليم ورکړے دے، خو هغوئ زما خبرو ته غوږ نۀ دے نيولے او نۀ يې زما اصلاح قبوله کړې ده.
هرکله چې د سبت ورځ راغله نو هغۀ په عبادتخانه کښې تعليم ورکړو او ډېرو خلقو چې د هغۀ تعليم واورېدلو نو حېران شول او وې وئيل چې، ”هغۀ دا خبرې د کومه زده کړې؟ او دا پوهه دۀ له څنګه ورکړے شوه؟ او دے دا معجزې څنګه کوى؟