7 هغۀ به دا اِعلان کولو چې، ”زما نه پس به هغه څوک راځى چې زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې ټيټ شم او د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.
زۀ تاسو له د توبې دپاره په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې به زما نه وروستو راځى هغه زما نه ډېر زورَور دے. زۀ د هغۀ د څپلو پورته کولو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو له په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
خو يحيىٰ هغه منع کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما ته په کار دى چې زۀ ستا نه بپتسمه واخلم او تۀ ما له راغلې؟“
د يحيىٰ جامې د اوښ د وړۍ وې او د څرمنې پټۍ يې د ملا نه تړلې وه او مُلخان او ځنګلى شات يې خوراک وو.
ما خو په اوبو ستاسو بپتسمه وکړه خو هغه به تاسو له په روحُ القُدس بپتسمه درکوى.“
خو يحيىٰ هغوئ ټولو ته وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو له په اوبو بپتسمه درکوم خو څوک چې راتلونکے دے هغه زما نه ډېر زورَور دے، او زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم. هغه به تاسو ته په روحُ القُدس او په اور بپتسمه درکوى.
هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“
کله چې يحيىٰ خپل خِدمت پوره کولو نو هغۀ ووئيل چې، ”زۀ هغه مسيح نۀ يم کوم چې ستاسو خيال دے، خو زما نه پس هغه څوک راروان دے چې زۀ د هغۀ د پېزار د تسمو د پرانستلو جوګه هم نۀ يم.“
پولوس ورته ووئيل چې، ”د يحيىٰ بپتسمه خو د توبې بپتسمه وه. هغۀ خلقو ته وئيل چې په هغه چا ايمان راوړئ څوک چې زما نه پس راتلونکے دے، او هغه عيسىٰ دے.“
ابىجيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“