41 د عيسىٰ زړۀ په هغۀ وسوزېدلو، خپل لاس يې وراوږد کړو، او د هغۀ سره يې ولګولو او ورته يې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم. پاک شه.“
بيا خُدائ پاک حُکم وکړو چې، ”رڼا دې شى،“ نو رڼا شوه.
نو چې هغۀ وفرمائيل، دُنيا پېدا شوه، د هغۀ په حُکم ژوند پېدا شو.
کله چې هغۀ د خلقو ګڼه وليده نو په هغوئ يې زړۀ وسوزېدلو. هغوئ لکه د هغه ګډو په شان پرېشانه او بېوسه وُو چې شپون ورسره نۀ وى.
عيسىٰ له يو جذامى راغلو، مِنت زارى يې ورته وکړل او ورته په سجده پرېوتو، عيسىٰ ته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ وغواړې نو ما روغولے شې.“
نو سمدستى د هغۀ نه جذام ختم شو او هغه پاک شو.
هغه بېدار شو، باد يې ورټلو او درياب ته يې وفرمائيل چې، ”په آرام شه، ودرېږه.“ باد ودرېدلو نو په هغه ساعت قلاره قلارې شوه.
بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
هم دغه وجه ده چې عيسىٰ ته په هر لحاظ د خپلو وروڼو په شان جوړېدل په کار وُو چې هغه د خُدائ پاک په خِدمت کولو کښې داسې لوئ اِمام شى چې زړۀ سواندے او وفادار وى، او د خلقو د ګناهونو دپاره د خپل ځان کفاره ورکړى.
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.